مطبوعاتي اعلاميه

مطبوعاتي اعلاميه

(2019-10-06 09:08:03)

د تلې دریمه نیټه ۱۳۹۸ کال

د ۱۳۹۸ کال د تلې شپږمې ولسمشریزو ټاکنو کې د وګړیو په ځانګړي ډول د ښځو د پراخ ګډون په اړه

ګرانو هیوادوالو!

زموږ ګران هیواد افغانستان په دې حساس وخت کې یو ځل بیا په یوه لویه تاریخي ازموینه کې ځای لري.
نن ورځ ټول نړیوال زموږ د ګران هیواد افغانستان په لور ګوري او د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د افغان ملت د چلند قضاوت کوي، څرنګه چې موږ د خپل هیواد د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي تحولاتو په مهم پړاو کې یو، نو پر دې اساس موږ افغان ملت ته پکار ده چې له بل هر وخت زیات په ملي احساس او هیوادنۍ مینه د رای ورکونې صندوقونو په لور ولاړ شو، د نوماندانو د طرحو او تګلارو پر بنسټ، د خپل اسلامي، قانوني او مدني حق په کارولو د خپلې خوښې نوماند ته د خپلې رایې په ورکونې سره، په دولت کې د ګډون مالکیت پیاوړی کړو او خپله وګړییزه وجیبه سرته ورسوو. ځکه چې د یو هیواد د واکمن سیاسي نظام د سنجش لپاره د خلکو ګډون یو شاخص ګڼل کیږي.

په ټاکنو کې د هیوادوالو په ځانګړي ډول د ښځو فعال ګډون کولای شي د ټاکنیزو سرغړونو او درغلۍ کچه هم راکمه کړي.

د افغان ښځو لپاره د بشري حقونو د زده کړې مرکز په تاسې ټولو ګرانو هیوادوالو غږ کوي چې په پوره شور او شوق سره د نورو هیوادوالو سره په ګډه په بشپړه ژمنتیا، احساس او مسولیت سره د رای ورکونې د خپل قانوني او اسلامي حق څخه په ګټې اخیستنې خپله رایه په ویاړ سره وکاروئ.

 

1.     له ټولو افغان ښځو غواړو چې په خپل فعال او مانا لرونکي شتون او د خپلو بچیانو راتلونکې ته په پام سره په دې ملي پروسه کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې نوماند ته په خپله رايه ورکړي.

2.     له ټولو هغو څارونکو او کتونکو چې اعتبارلیکونه یې ترلاسه کړي غواړو چې په بشپړ بې پریتوب، د اصولو په پام کې نیولو او بشپړ مسوليت سره د ټاکنو د بهير بې پرې څارنه او کتنه وکړي او خپلې موندنې په دقيق ډول په خپلو راپورونو کې ځای پرځای کړي.

3.     له ټاکنو خپلواک کمیسیون غواړو چې د رای ورکونې بهیر په سم ډول مدیریت کړي او د رای ورکوونکو په ځانګړي توګه د ښځینه و او معلولينو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

4.     له ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غواړو چې د رای ورکونې په مرکزونو کې د خپل استازي له شتون ډاډ ترلاسه کړي او د ستونزو په حل کې اقدام وکړي.

5.     له امنیتي مسولینو د ځانګړې مننې ترڅنګ غوښتنه لرو چې د هغو لارښوونو پر بنسټ چې د قانون سره سم يې له اړوندو مقاماتو ترلاسه کړي عمل وکړي، خپله ټاکلې امنیتي دنده مدیریت کړي او د رای ورکوونکي او څارونکو په کارونو کې مداخله ونه کړي. په دې ملي پروسه کې د هيوادوالو خونديتوب د وطن د رښتينې بچيانو په حیث ستاسې لمړنۍ دنده ده.

ومن التوفيق

کابل، افغانستان



Comments


Comment - Feedback Your Idea