Home »

 
 
 

News

THRA has just been certified by Afghanistan Institute for Civil Society (AICS) as an active Afghan CSO having standard system and procedures and providing quality services.
THRA Jalalabad Office provides free of cost capacity building services to women and girls, those interested can contact the office.

Babaryan CBO seminar Report

Abdian CBO Seminar Report

د THRA شالید:

د افغان ښځو لپاره د بشري حقونو د زده کړې مرکز (THRA) یوه نادولتي، ناسیاسي خیریه موسسه ده چې د بشري حقونو د عامه پوهاوي او افغان ښځو د وړتیا لوړونې په برخه کې کار کوي. په ۱۹۹۷ ا کټوبر کې یې بنسټ ایښودل شوی او د افغان ښځو لخوا یې مشري کیږي. ددې موسسې لومړنۍ موخه د مدني ټولنې د پیاوړتیا او وړتیا لوړونې له لارې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې، د ملګرو ملتونو د تړونونو او په اسلام کې د ښځو حقونو په اړه د ټولنې د پوهاوي کچه لوړول دي. همداشان THRA د ټاکنو د خپلواکه څارونکي په حیث کار کوي او د ولسمشرۍ، پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنې یې د مدني ټولنې د یو بنسټ په توګه څارلي دي.

THRA د افغان ښځو ملاتړ کوي، ددوی د حقونو غوښتونکې ده او دوی ځواکمنې کوي چې خپل ټولنیز، سیاسي او وټه ییز/اقتصادي حقونه ترلاسه کړي.  موږ (THRA) سړو سره د ښځو پر انصاف او عدالت باور لرو او د ښځو پوهنه او په خپلو حقونو د هغوی پوهاوی د هغوی د بشري حقونو په ورکړه کې اړین بولو. موږ د هیواد د پرمختګ په ټولو پړاوونو کې د ښځو وټه ییزه، ټولنیزه او سیاسي ونډه اخیستنه پیاوړې کول غواړو.

دې موسسې خپل کار په کابل او ننګرهار کې پیل کړی او د اړتیا سره سم یې په ننګرهار، لوګر، پروان، مزارشریف، وردګ، کابل او غزني ولایتونو کې پروژې پلې کړې دي، د افغان مدني ټولنې د یو فعال غړي په حیث د آزادو او عادلانه ټولټاکنو ملاتړ کوي چې په ۲۰۰۴ کال کې یې په کونړ، نورستان، ننګرهار او لغمان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د یو ملي څارونکي په حیث کار کړی او په پارلماني ټاکنو کې هم په خپل خدمت کولو ویاړي چې د ۲۰۰۵ کال ټاکنې یې د ۱۵۰۰ څارونکو سره یوځای څارلي. له دې آخوا THRA د سولې د راوستلو او د تشدد او شخړو د له منځه وړلو په برخه کې غونډې جوړې کړي، د کمپیوټر، سواد زده کړې او حرفوي زده کړو په برخه کې یې د ښځو د وړتیا لوړونې پروګرامونه پلي کړي او لا یې هم تر لاس لاندې لري.

THRA د بشري حقونو د زده کړیز لارښود د چمتو کولو د ګډې پروژې له درې موسسو څخه یوه غړې موسسه وه، د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې (CSHRN) په ملاتړ یې د هیواد له څلورو زونونو څخه ۴۰ ماسټر ټرینران روزلي. THRA د مدني ټولنې د پیاوړتیا لپاره کار کوي او د ۲۰ مدني ټولنې د بنسټونو شبکه یې رامنځته کړې ده، د وړتیا لوړونې د بیلابیلو منځګړتوبونو لکه روزنیز پروګرامونه، تخنیکي مرسته او د شبکې غړو ته د بسپنو (کوچنیو پروژو) ورکړې له لارې یې ددوی وړتیا لوړونه دوام لري.

OUR VISION

“Realization of a prosperous and impartial society where women have equal rights and better opportunities in all aspects of their life”.

OUR MISSION

"“To contribute in building of a prosperous and impartial society through public awareness creation, advocacy, and improving socio-economic condition of people in Afghanistan with focus on women".

OUR VALUES

"“Transparency, Justice, Honesty, Mutual Respect, Devotion, Openness to Criticism, Flexibility, Creativity, Equality and Gender sensitivity".

Polls

Do you find this website informative?

View Results

Loading ... Loading ...

Afghanistan Map